تېره ورځ بهر مېشتو ځینو رسنیو خبر ورکړی وو چې په ختیځ کې د شمشاد تلوېزیون همکار شکیل احمد سعید د دولتي ځواکونو له لوري نیول شوی،
چې دلیل یې له څو ورځو راهیسې د تلویزیون په پرده د نوموړي نه ښکارېدل وو.
دغه خبریال هغه ادعاوې رد کړې دي او وایي چې د تلویزیون په خپرونو کې د نهشرکت لامل یې د ځینو دفتري کارونو لپاره کابل ته سفر وو.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې خپل ویډیویي کليپونه خپاره کړي چې د بې بنسټه ادعاوو له رد کولو سره – سره یې کورنۍ او ملګرو ته ډاډ ورکړی
چې نوموړی روغ دی، په خپلو کارونو بوخت دی او له هیڅ راز ستونزې سره نه دی مخ شوی.
په یو بل ویډیو کلیپ کې نوموړی ښکاري چې جوس څښي او وايي چې د جوس له څښلو سره پر تلویزیون د کرکټ لوبه هم ګورم.
نوموړي ته په منسوب یو غږیز کلیپ کې چې پر ټولنیزو رسنو خپور شوی، د یادو رسنیو په ادعا پورې خندا کوي او د ده د نیول کېدو ادعا کونکې رسنۍ
دروغجنې معرفي کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه رسنۍ ډېری وخت بې بنسټه او دروغ خبرونه نشروي چې اوس د افغانانو په منځ کې په دروغجنې رسنۍ معرفي کیږي.