Light Dark
  • Photo

  • Lifestyle

  • Wellness

  • Gadgets

  • Finance

  • Fashion

  • خبرونه

  • Nature

  • Abstract

  • Load More

Loading
Posts in

Photo

1 / 1
*to close search form press ESC or close toggle

د مارچ په ۲۶مه د خېبر پښتونخوا د کوهستان په بشام سیمه کې په چنایي انجنیرانو برید شوی وو چې پنځه انجنیران او د هغوی یو پاکستانی
موټروان پکې وژل شوي وو. له برید وروسته د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو/ سي ټي ډي په خپل راپور کې ویلي وو چې د بشام
برید کې کارول شوی له بارودو ډک موټر د چمن له لارې تر بشام پورې رسول شوی وو.

تازه د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال احمدشریف یوې خبري ناستې ته ویلي: د کوهستان په بشام سیمه کې به چینایي انجنئیرانو برید په
افغانستان کې پلان شوی وو او د برید کنټرول له افغانستان څخه کېده.
دی د ګوتڅنډنې په توګه زیاتوي چې مونږ د خپلې خاورې د حفاظت او د دښمنو تنظیمونو د ختمولو لپاره تر هر حده پورې تللی شو.

 د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې ایکس پاڼه د پاکستاني پوځ د ویاند څرګندونې بې مسؤلیته او له حقیقته لرې بللې دي.
نوموړی زیاتوي چې (د خیبر پښتونخوا په زیات امنیتي پوښښ سنبال سیمې بشام کې پر چینایي وګړو برید د پاکستان د امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم
له بریدګرو سره مرسته په ډاګه کوي چې په دواړو حالتونو کې یې مسؤلیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی)

دا په داسې حال کې ده چې د چارو شنونکي هم د سي ټي ډي په راپور سوال راپورته کوي چې څنګه له بارودو ډک موټر له چمنه تر
بشام پورې ۱۱۵۰ کیلومتره مزل کوي او څوک یې مخه نشي نیولی او نه یې تشخیص کولی شي؟

شنونکي په پېښه کې امنیتي ځواکونه د برید عاملین او زمینه برابرونکي ګڼي او له چمنه تر بشامه دعوه یې دروغ ګڼي او د پېښې له حقیقته
یې د توجه اړولو یوه وسیله ګڼي.

د شنونکو دلیل په لاهور کې خبري کنفرانس ته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاء تارړ له لوري د وزیراعظم شهباز شریف په امر
په پېښه کې د پنځو لوړ پوړو چارواکو په غفلتو تورنولو او له هغوی د څېړنو کولو کولو خبرداری وو چې سخته سزا به ورکړل شي
او د نورو لپاره به مثال جوړ شي.
خوارزمي هم د پاکستاني پوځ د ویاند له لوري د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو د ګټې اخیستنې او د افغانستان له خاورې د عملیاتو
د رهبرۍ د دعوې په رد کې لیکي چې په دا ډول پیښو کې د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقت څخه د د توجه اړولو ناکامه
هڅه بولو او په کلکه یې ردوو.
نوموړی زیاتوي چې مونږ د داعش ډلې اړوند ګڼ موترد لرو چې د پاکستان له خاورې را اوښتي دي، د هغوی خاوره زمونږ پر ضد کارول
شوې ده او پیښې له هغه ځایه تنظیم کیږي چې باید د پاکستان پوځ یې جواب ووایي.