Light Dark
  • Photo

  • Lifestyle

  • Wellness

  • Gadgets

  • Finance

  • Fashion

  • خبرونه

  • Nature

  • Abstract

  • Load More

Loading
Posts in

Photo

1 / 1
*to close search form press ESC or close toggle


ليکنه: مفتي محمد معصوم افغاني

د قرآن معامله هم عجيبه ده :
قرآن د حضرت جبرئيل عليه السلام په زریعه نازل سوی نو حضرت جبرئيل عليه السلام تر ټولو ملائيکو افضل سو
پر حضرت محمد صلی الله عليه و سلم نازل سوی نو هغه تر ټولو مخلوقاتو افضل او سردار سو
څرنګه چي محمدي امت ته يې راوړی نو بهترين امت و ګڼل سو
قرآن د رمضان په مياشت کي نازل سو نو تر ټولو مياشتو غوره او بهترين مياشت سوه
د قدر په شپه کي نازل سو نو تر زر مياشتو خير او ښه وبلل سوه
د الله عزوجل کلام دی، چي د حضرت جبرائيل عليه السلام په زریعه پر حضرت محمد صلی الله عليه و سلم په ليلة القدر كي نازل سوی نو تر زرو مياشتو خير او ښه وګڼل سوه.

د کوم چا چي د قرآن سره نسبت جوړ سوی هغه ته الله عزت ورنصيب کړی، الله ترقي ور کړې، په دنيا او آخرت کي کاميابه او سرلوړی سوی دی

په احاديثو کي د قرآن د تلاوت زيات فضائل راغلي چي ځني يې په لاندي ډول دي:
ستاسو څخه بهترين هغه څوک دی چي قرآن خپله زده کړي او بيا يې بل ته تعليم او ښوونه وکړي،، بخاري، ترمذي، او نور….. يعني بهترين د خلګو د قرآن زده کړيال او ښوونکی بلل سوی دی..

بل ارشاد‌ دی: کوم چاته چي د قرآن د تلاوت له امله د ذکر او دعاء کولو وخت نه وي، الله فرمايي:
هغوی ته تر نورو ډېر څه ورکوم…
او د الله د کلام فضيلت پر نورو باندي داسي دی لکه د الله فضيلت پر مخلوق باندي.. ترمذي، دارمي، بیهقي…

بل ځای نبوي ارشاد‌ دی:
الله تعالی د‌دې قرآن په زریعه څومره وګړو ته ترقي ورکړې او څومره د دې له کبله ذليل او خوار کړي دي

يعني کوم چا چي پر قرآن ايمان راوړی ، پر احکامو يې عمل کړی، الله به عالي مقام ور نصيب کړي او کوم څوک چي انکار وکړي، د احکامو څخه يې سرغړونه وکړي الله به يې ذليله کړي…
د دې خبري ښه مثال حضرات صحابه کرام رضي الله عنهم دي کوم چي د قرآن په وسيلې سره په دنيا او آخرت کي سرلوړي سوه، او مقابل لوری ، د انکار له امله خسر الدنيا والاخرة سول……

ارشاد دی:
کوم څوک چي د الله د کتاب يو حرف تلاوت کړي، يوه نيکي ور کول کېږي، او د‌يوې نيکی اجر د لسو نيکيو برابر ور کول کېږي ، او زه نه وايم چي آلم يو حرف دی، بلکه الف يو حرف، لام بل حرف، ميم جلا حرف دی
يعني پر هر حرف باندي الله نيکي ورکوي
نو پر آلم باندي ديرش نيکی ورکول کېږي

…….. ارشاد ‌دی:
………‌زړونو ته هم زنګ لګېږي، لکه اوسپنه چي په اوبو سره زنګ کوي، پوښتنه وسوه چي د‌ دې د صفايي څه صورت دی؟
عليه السلام ارشاد وکړ:
مرګ زيات يادول،
او د قرآن تلاوت کول……( بیهقي………‌‌)

يعني د ګناهو د ډېرښت او د الله د ذکر څخه د غفلت له امله زړونه زنګ کوي، لکه اوسپنه چي د اوبو له وجه زنګ کوي، نو د قرآن تلاوت او د مرګ يادونه د‌دې د صفايي کار ور کوي
حضرت شيخ الحديث رحمه الله فرمايي :
د زړه مثال د هنداري په شان دی، څومره چي خيرنه وي،
نو د‌معرفت انعکاس پکښي کم وي او څومره چي صفا وي ، هغوندي د معرفت انعکاس پکښي ښکاره وي، څومره چي انسان په ګناهونو بوخت وي، د الله له معرفته ليري وي او د‌دغه هنداري د صفايي له پاره د سلوک مشايخ د رياضتونو، مجاهدې، اذکار او اشغالو ښوونه کوي…..،،

…… حضرت ابوذر رضي الله عنه فرمايي: چي ما له رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه غوښتنه وکړه چي ماته وصيت وکړه: رسول الله صلی الله عليه و سلم ارشاد وکړ:
تقوی پر ځان لازمه کړه، ولي چي تقوی د ټولو کارونو اساس ده.
ما پوښتنه وکړه يو څه نور راوښووه، نو عليه السلام ارشاد وکړ : د قرآن د تلاوت خاص اهتمام کوه ، چي دا ستا له پاره په دنيا کي نور او په آخرت کي ذخیره ده…( ابن حبان…..)

په يو روايت کي راوړي په کومو کورونو کي چي د الله د‌کلام تلاوت کېږي هغه کورونه د آسمان اوسېدونکو ته داسي برېښي لکه ځمکي والا و ته چي د آسمان ستوري …..

…… بل ارشاد دی:
….. تاسو د الله و لوري ته رجوع او د هغه په حضور کي تقرب تر هغه شي زيات نه سی حاصلولای کوم چي خپله د الله څخه راغلی دی، يعني قرآن…….( ترمذي……..)

…… حضرت شيخ الحديث رحمه الله په تشريح کي فرمايي:
د زياتو رواياتو څخه دا مضمون ثابت دی چي د الله په حضور کي تر قرآن زيات په بل شي سره تقرب نه سي حاصلېدای، امام احمدبن حنبل رحمه الله فرمايي:
ما په خوب کي د الله تعالی زيارت وکړ، نو مي پوښتنه وکړه:
تر ټولو اعمالو بهتره چي ستا په دربار کي د تقرب باعث دی ، څه شی دی؟ ارشاد راته وسو: احمد! زما کلام دی …
ما پوښتنه وکړه: چي په معنی يې پوه سي يا پوه نه سي
ارشاد يې وکړ: په معنی او مطلب يې پوه سي او کنه، يعني دواړه طريقي د تقرب او نژدي والي باعث دی……

……. د همدي زياتو فضائلو له امله د امت اکابرين حضراتو
د قرآن تلاوت ته ځانګړې پاملرنه کړي ده، شپه او ورځ يې د قرآن تلاوت ته وقف کړي ده، په يو حديث کي قرآن والا و ته اهل الله ويل سوي، يعني د الله خاص خلګ..‌‌… چي هر وخت د الله کلام تلاوت کوي ،
دا يو ستر سعادت دی چي الله عزوجل د قرآن تلاوت کوونکو ته نصيب کړی دی.
#سفیان الثوري رحمه الله چا په خوب ولید چې جنت کې ګرځيدی! ورته ویې ویل: څه درسره وشول؟ سفیان وویل: له نېکو ملایکو سره یو ځای یم! بیا یې ورته وویل: کوم عمل تر ټولو غوره و؟! هغه وویل: قران!! سير أعلام النبلاء : (٧/ ٢٧٩)

…… حضرت شيخ الحديث مولانا زکريا صاحب نورالله مرقده او نورو مشايخو د امت د اکابرينو هغه فهرست راوړی کوم چي د قرآن تلاوت ته يې زياته پاملرنه کړي ده
فرمايي:
……. ۱ ……‌‌. حضرت عثمان رضي الله عنه کله ناکله د وتر په يوه رکعت کي ټول قرآن تلاوت کولی…..

…… ۲ …….. په روح البيان ۱۰/ ص:۲۰۶ کي راوړي چي
د امت څلورو وګړو قرآن په يوه رکعت کي تلاوت کړی:
۱ حضرت عثمان
۲ حضرت تميم داري
۳ حضرت سعيد بن جبير
۴ حصرت امام اعظم ابوحنيفه
رضي الله عنهم…..
…… ۳ …… حضرت عبد الله بن زبير رضي الله عنه په يوه شپه کي ټول قرآن ختم کړی دی
…… ۴ ……. حضرت سعيد بن جبير رحمه الله په دوو رکعتونو کي په کعبه کي دننه ټول قرآن شريف تلاوت کړی
…… ۵ …… ثابت بناني رحمه الله په شپه او ورځ کي يو قرآن ختم کولی…..
…….. ۶…..‌ ابوشيخ هنائي وايي: ما په يوه شپه کي دوه قرآن او د د‌ريم څخه لس سيپاري تلاوت کړي، که مي غوښتل چي دريم مي هم ختم کړی وای هم مي کولای سوای……
…… ۷ …..‌ کرز بن وبرة رحمه الله په شپه او ورځ کي درې قرآن ختمول…. التهجد و قيام الليل، ص: ۱۶۰)

…….. ۸…..‌.‌ صالح بن کيسان رحمه الله چي کله حج ته روان سو نو په لاره کي به يې زيات په شپه کي دوه قرآن ختم کول….
…… ۹ …….. منصور بن زازان د څاښت په لمانځه کي يو قرآن او بل به يې د ماپښين څخه تر ماځيګره ختم کولی او ټوله شپه به يې په نوافلو کي تيره ول، دومره به يې ژړل چي د لنګوټي شمله به يې لنده سوه…….

…… ۱۰ …….. حکيم الامت حضرت تهانوي رحمه الله په ارواح ثلاثه کي ليکلي:
چي حضرت شاه اسماعيل شهيد رحمه الله د ماځيګر او ماښام تر مينځ ټول قرآن ختم کولی…..
…….. ۱۱……… د امام ابوداود زوی په صحي سند سره راوړي چي حضرت مجاهد رحمه الله
په رمضان المبارک کي د ماښام او ماخوستن تر مينځ يو قرآن ختم کولی…. ( الأذكار………….)
…… ۱۲…….. شيخ المشايخ حضرت مفتي رشيد احمد‌ لدهيانوي رحمه الله ټول کال پنځه تر لس سېپاري په تهجد کي تلاوت کولی……
……. ۱۳ …. د برکة العصر حضرت شيخ مولانا زكريا رحمه الله د ديرش كلونو څخه معمول و چي يو ديرش قرآن يې په رمضان المبارک کي ختمول………

……١٤……. حضرت امام غزالي رحمه الله احياء العلوم په زر ورځي کي ليکلی دی، خو د دې د ليکلو سره هره ورځ دوه قرآن ختمول، ځکه الله ټول امت ته د دې ګټه ورسول….. اتحاف السادة المتقين للزبيدي…..

….. ۱۵ ….‌‌. حضرت امام بخاري رحمه الله به چي کله رمضان مياشت داخله سوه، نو خپل اصحاب به يې راټول کړه
نو به يې تر سهار ټول قرآن په تراويح کي ختم کړی
بل معمول يې دا چي د پیشلمي په مهال به يې په درو ورځو کي قرآن ختم کړ…
او يو قرآن به يې د ورځي ختموي
او بل به يې د روژه مات پر وخت ختموی………
تاريخ بغداد ……..

…… ۱۶ …… علامة العصر حضرت مولانا محمد يوسف بنوري قدس سره چي کله په ديوبند کي طالب و، د ديوبند په يوه وړوکي کوچني مسجد کي د سهار د لمانځه د کولو وروسته يې خپل څادر وغوړوی او د قرآن په تلاوت يې پيل وکړ د جمعې تر لمانځه پوري يې په يوه ناسته او يو هيئت کي شپږويشت سېپارې تلاوت کړې، څرنګه چي دلته د جمعې لمونځ نه کېدلی ، بل مسجد ته تلل اړين وه نو ځکه ټول قرآن ختم نه سو، که نه، ټول قرآن يې ختم کوی….
ماته خپله د بنوري ټاون په جامع مسجد کي د قرآن په تلاوت کي زيات ذوق او شوق محسوسېږي، دا هم د حضرت اقدس بنوري قدس سره فيوضات او برکات دي.

د امت د اکابرينو دغه شان حالات ډېر زيات دي چي همدومره د تشويق او عمل له پاره کافي دي…….

……. حقيقت خبره ده :
چي د‌رمضان او قرآن يو له بله سره زيات قوي تعلق او ځانګړی مناسبت دی، له دې امله حضرت رسول الله صلی الله عليه و سلم په رمضان کي د قرآن د تلاوت زيات اهتمام کولی ،
حضرت ابن عباس رضي الله عنه‌راوي دی:
چي رسول الله صلی الله عليه و سلم زيات سخي و، خو په رمضان کي چي جبرائيل عليه السلام هره شپه تشريف راوړی ، دغه مهال به د ده سخاوت ډير زيات سو، ولي چي حضرت جبرائيل عليه السلام به هره شپه د‌رسول الله صلی الله عليه و سلم سره د قرآن ګردان کولی، دغه وخت په سخا، صدقه او بخشش کي تر تيزي هوا هم زيات تيز برېښېدی،،

….. حضرت مجدد الف ثاني رحمه الله په يو مکتوب کي فرمايي:
د دغي مياشتي د قرآن مجيد سره ځانګړی مناسبت دی…. د همدې مناسبت له امله په دې مبارکه مياشت کي قرآن مجيد نازل سوی دی…. دغه مياشت د هر ډول خير او برکت جامع ده. انسان ته چي په ټول کال کي په مجموعی توګه څومره برکتونه حاصلېږي، هغه په دې مقدس مياشت کي داسي دي لکه د‌درياب په مقابل کي د يوه څاڅکي……
د مبارکباد لائق دي هغه وګړي چي ور څخه دغه مياشت راضي ولاړه سي او ناکام او بد نصيب دي هغه خلګ چي دغه مبارکه مياشت ناراضه کړي او د هر ډول خير او برکت څخه محروم سي…….،،

په بل مکتوب کي فرمايي:
که په دې مبارکه مياشت کي يو چاته د صالح اعمالو توفيق نصيب سي نو ټول کال به دغه توفيق ور سره مل وي، که دغه مياشت په نه زړه، تردد ، او پاشلي حالت سره تيره سي نو ټوله کاله به دغه شان پریشانه تيرېږي،
نو بشپړ کوښښ وکړئ:
چي په رمضان کي ډېر ډېر د قرآن تلاوت وکړئ او کومه ورځ د تلاوت څخه خالي پاته نه سي…..‌

…..‌. د احياء العلوم په شرح کي ليکلي : چي د سلف صالحينو عادت د قرآن په ختمولو کي مختلف سوی دي
ځينو يو ختم د‌ورځي کولی لکه امام شافعي رحمه الله د رمضان څخه پرته …..
ځينو بيا دوه ختم کول لکه امام شافعي په رمضان المبارک کي….. او دغه معمول د اسود، صالح بن کيسان، سعيد بن جبير او د يو جماعت و…….
او ځينو بيا دري ختم د ورځي کول، سليم بن عتره کوم چي په سترو تابعينو کي و، او د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کي د مصر په فتح کي شريک و، او امير معاويه رضي الله عنه د قصص امير ټاکلی و… د ده معمول په هره شپه کي درې قرآن ختم کول و…….
امام نووي رحمه الله په کتاب الاذکار کي راوړي دي :
چي زيات مقدار د تلاوت چي موږ ته رارسېدلی هغه د
ابن الکاتب معمول و، چي په شپه او ورځ کي به يې اته (۸) قرآن ختم کول……
مؤرخينو د حضرت امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله معمول په رمضان کي يو د ورځي او يو د شپې او يو په تراويح کي ختم کول راوړي دي ، ټول يوشپيته قرآن سوه……
حضرت شيخ الحديث رحمه الله فرمايي:
چي د رسول الله صلی الله عليه و سلم ارشاد دی:
چي تر درو ورځو څخه لږ وخت کي ختم کوونکی تدبر نسي کولای ،ځکه ابن حزم تر درو ورځو څخه کم وخت کي ختم کول حرام بللی دی ، خو د بنده په نيز دغه حديث د اکثرو افرادو په‌اعتبار سره دی… ولي چي د صحابه و د يو جماعت څخه تر دې لږ وخت کي هم قرانکريم ويل ثابت دي، دغه شان په زياتوب کي هم د جمهور په نيز کوم تحديد نسته… څومره ورځو کي چي په آساني سره ختم کولای سي…
ځيني عالمان فرمايي: په هره مياشت کي يو ختم په کار دی
او ښه داده چي په ۷ ورځو کي يو ختم وکړي، د عامو صحابه و دغه معمول و، چي د‌جمعه په ورځ به يې شروع کړ ، په ۷ ورځو کي به يې ختم کړ، يو منزل د ورځي، په پنجشنبه يي ختم کړي…. امام صاحب عليه الرحمه فرمايي: چي په کال کي دوه ځله قرآن ختم کول د قرآن حق دی،
نو تر دې کمول نه‌ دي په کار……
د قرآن ختم که د ورځي په پيل کي وي نو ټوله ورځ او که د شپې په پيل کي وي نو ټوله شپه ملائکي د رحمت دعا ورته کوي، له دې امله مشايخو استنباط کړی دی چي په تودوخي کي د ورځي په پيل کي او په يخ موسم کي د شپې په لومړی برخه کي ختم وکړي چي د ملائکو د‌عا له پاره زيات وخت و موندل سي………
( فضائل قرآن، ص: ۵۴/ ۵۵ ……….)

..‌……. حافط ابن رجب حنبلي رحمه الله د امام شافعي رحمه الله پر دې معمول باندي چي په رمضان کي يې يو ختم د ورځي او يو د شپې کولی ليکلي چي رسول الله صلی الله عليه و سلم تر درو ورځو مخکي قرآن ختم کول منع کړی فرمايي: خو په فضيلت والا مقام او فضيلت والا زمانه کي جواز لري، ولي چي د سلف او صحابه و څخه نقل سوي ، حضرت عثمان رضي الله عنه په يوه رکعت کي قرآن ختم کړی دی:
لأنه يجوز في الأماكن الفاضلة و الأزمنة الفاضلة أن يقرأ القرآن في أقل من ثلاث حيث ورد هذا عن كثير من السلف و عن الصحابة ، فقد ورد عن عثمان رضي الله عنه أنه ختم القرآن في ركعة أوتر بها في الحجر.
(اسرار المحبين في رمضان ، ص:۱۱۷)
بله خبره دا چي د جبرائيل عليه السلام د رسول الله صلی الله عليه و سلم سره‌ ګردان د شپې کولی، نو مستحب دادی چي د شپې تلاوت وسي، ځني خلګ د ورځي تلاوت کوي، د شپې يې نه کوي، حال چي استحباب د شپې په تلاوت کولو کي دی…….
‌….. قادر متعال ذات جل شانه دي موږ واړو ته د سلف صالحینو پر نقش قدم د تللو توفيق را په برخه کړي څو د قرآن سره مو تعلق قوي او شپه او ورځ مو د قرآن تلاوت په برخه سي…..

أللهم ارزقنا تلاوة القرآن آناء الليل و آناء النهار وانفعنا بالقران العظيم وارفعنا بالآيت والذكر الحكيم
أللهم نور قلوبنا بالقرآن و زين أخلاقنا بالقرآن و نجنا من النار بالقران و أدخلنا الجنة بالقران
أللهم اجعل القرآن العظيم ربيع قلوبنا و جلاء أحزاننا و ذهاب همومنا.
آمين يارب العلمين……..